کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هند کې د پل د نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد

9 عقرب 1401 ساعت 14:25

هندي چارواکو اعلان کړی چې په ګجرات ایالت کې د یوه پل د نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلی دی. ویل کیږي د ژغورنې ډلې د لادرکه شوو کسانو په لټه کې دي او احتمال شته چې د مړو شمیره لوړه شي.


آوا: پرون په هند کي د یوه پل د نړېدو له امله یو شمېر هغه کسان چې د دیوالې په مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو سیند ته ولویده. تر اوسه په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۲ ته رسېدلی، خو احتمال شته چې دا شمېره نوره هم زیاته شي.
 
د هند د ګجرات ایالت یوه جګپوړي سیمه ییز چارواکي له خبریالانو سره په مرکه کې دې ته په اشارې سره چې د ژغورنې ډلې لا هم په دې پېښه کې د ورکو شویو کسانو په لټه کې دي، زیاته کړه: که څه هم د مړو شمېر ۱۳۲ تنو ته لوړ شوی دی.
 
ده وويل چې د دغه هېواد د اردو ځواکونه د ملي بحران د مديريت له ټيمونو سره دغې سيمې ته استول شوي دي چې د ژغورنې د ټيمونو په مرسته د ژغورنې په عملياتو کې برخه واخلي.
 
هندي چارواکو ویلي، چې د پېښې پر مهال تر ۴۰۰ ډېر کسان په پله کې موجود وو.
 
خلک د چهات پوجا د رخصتۍ په جریان کې د څراغونو یا "دیوالي" په جشن کې د ګډون لپاره پدې پله سفر کاوه.
 
ویل کېږي چې دغه پل ۲۳۰ متره اوږدوالی لري او په ۱۹ پېړۍ کې هغه مهال جوړ شوی چې هند د انګریزانو مستعمره وه. دغه پول د شپږو میاشتو لپاره د ترمیم او بیارغونې لپاره تړل شوی و او په دې وروستیو کې د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شو.


د مطلب کود: 260369

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260369/په-هند-کې-د-پل-نړېدو-له-امله-مړو-شمېر-۱۳۲-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com