کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد ته د سوداګرو د راستنېدو غوښتنه وکړه

8 عقرب 1401 ساعت 14:14

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کېدو اعلان وکړ او له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د سوکالۍ لپاره هېواد ته راستانه شي.


آوا: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، په افغانستان کې د پانګونې غوره فرصتونه شته او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
 
هغه زیاته کړه، هڅې یې پیل کړي، څو افغان پانګوال چې لسګونه میلیارده ډالره پانګه یې متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته لېږدولې، بېرته افغانستان ته راشي او دلته پانګونه وکړي.
 
د هغه په ​​وينا، د همدې موضوع په تړاو يې په متحده عربي اماراتو کې له يو شمېر افغان سوداګرو سره هم کتلي دي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پر بنسټ، افغان پانګوالو په وروستیو پرمختګونو کې له افغانستانه خپله ۵۰ میلیارده ډالره پانګه ایستلې ده.
 
د دغو پيسو ډېره برخه په دوبۍ، پاکستان، ايران، ترکيې او ځينو نورو هېوادونو کې لګول شوې ده.
 


د مطلب کود: 260317

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260317/د-صنعت-او-سوداګرۍ-وزارت-هېواد-ته-سوداګرو-راستنېدو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com