مرکزي بانک د ملي اسعارو د ارزښت د ساتلو په موخه د ۱۲ میلیونو ډالرو د لیلام اعلان وکړ.
مرکزي بانک ۱۲ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي
8 عقرب 1401 ساعت 10:55
مرکزي بانک د ملي اسعارو د ارزښت د ساتلو په موخه د ۱۲ میلیونو ډالرو د لیلام اعلان وکړ.
آوا: دغه بانک تېره شپه (عقرب ۷) اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ (عقرب ۸) به ۱۲ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
مرکزي بانک د وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي او د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه لغوه کړي.
مرکزي بانک ویلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې یو ځل خپل پور په نغدو پیسو مرکزي بانک ته وسپاري.
د مطلب کود: 260302