کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: امریکا هڅه کوي د افغانستان پولې ناامنه کړي

7 عقرب 1401 ساعت 9:53

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اولیګ سیرومولوتوف وايي، امریکا او متحدین یې هڅه کوي له افغانستان سره پر پوله پرتو سیمو کې وضعیت بې ثباته کړي.


آوا: ښاغلی سیرومولوتوف زیاته کړه: روسیه کره دلایل لری چې داعش ترهګره ډله په کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې د سپتمبر تروریستی برید مسؤله ده.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، «د منلو لپاره جدي دلایل شته چې داعش په کابل کې د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې د روسیې سفارت ته څېرمه د هغه تروریستي برید مسؤل و، چې دوه کارکوونکي او یو شمېر ملکي وګړي یې ووژل».
 
له دې مخکې اولیګ سیرومولوتوف ویلي وو: "د امریکا او متحدینو کړنې د افغانستان وضعیت لاپسې خرابوي، د دې پر ځای چې خپلې تېروتنې ومني، د اسلامي امارت پر وړاندې د خپلو غوښتنو د وړاندې کولو لپاره له مالي ګټه پورته کوي."
 


د مطلب کود: 260255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260255/روسیه-امریکا-هڅه-کوي-د-افغانستان-پولې-ناامنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com