په کابل کې د روسیې د سفارت د تعلیق له دوام سره، دغه دیپلوماتیکې ادارې اوس یو خبرتیا خپره کړې چې د ایران او پاکستان له هیوادونو څخه د ویزې له غوښتونکو څخه یې غوښتي چې اقدام وکړي.
په کابل کې د روسیې سفارت لا هم تړلی دی /غوښتن لیک ورکوونکي د ایران او پاکستان څخه ویزې ترلاسه کوي
4 عقرب 1401 ساعت 14:00
په کابل کې د روسیې د سفارت د تعلیق له دوام سره، دغه دیپلوماتیکې ادارې اوس یو خبرتیا خپره کړې چې د ایران او پاکستان له هیوادونو څخه د ویزې له غوښتونکو څخه یې غوښتي چې اقدام وکړي.
آوا: په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې لا هم په افغانستان کې قونسلګری خدمات نه لری او ویزې نه ورکوی. سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان کولای شي روسیې ته د ننوتلو لپاره له ایران او پاکستان څخه ویزې ترلاسه کړي. په کابل کې د دغه هېواد سفارت مخې ته له ځانمرګي برید وروسته د روسیې د کونسلګرۍ چارې وځنډول شوې.
په دغه برید کې، چې د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۴مه، وشو، دوه روسي ډیپلوماتان او څو افغان اتباع ووژل شول. داعش د دغه برید مسؤلیت منلی وو.
تر اوسه په افغانستان کې د روسیې د قونسلګرۍ د بیا پیلولو وخت نه دی اعلان شوی.
د مطلب کود: 260162