کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانانو ژوند د زغم وړ نه بولي

4 عقرب 1401 ساعت 11:03

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ټویټ کې د افغانستان له خلکو سره د مرستو په دوام د هېواد اوسني اقتصادي وضعیت ته په پام سره د دوی لپاره ژوند د زغم وړ نه بولي.


آوا: نن (چهارشنبه، عقرب ۴) دغه پروګرام په یوه ټوېټ کې ویلی چې د پانګونې د پروګرامونو (عامه سرمایه جوړونې) او د معیشت د ملاتړ له لارې یې له ۱۰ میلیونو ښځو سره مرسته کړې ده.
 
ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.
 
په هېواد کې د اسلامي امارت له بيا جوړېدو او د لويديځ له بنديزونو وروسته په افغانستان کې فقر او بې روزګاري خپره شوې ده.
 
د مرستندویه موسسو په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.
 


د مطلب کود: 260143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260143/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-افغانانو-ژوند-زغم-وړ-نه-بولي

آوا
  https://www.avapress.com