کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې له غاصبینو څخه د ۱۵ زره جریبه ځمکې بیرته راګرځول شوي

3 عقرب 1401 ساعت 11:56

د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو بهیر پیل کړی او وايي چې د دغه ولایت په یوه ولسوالۍ کې ۱۵ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته نیول شوې ده.


آوا - مزارشریف: د سمنګان د والي مالي او اداري مرستیال احمد خان خادم نن سې شنبه (عقرب ۳) آوا ته وویل: موږ د څو دولتي ادارو په ګډون یو کمیسیون لرو چې د ۵۰ ورځو په موده کې غصب شوې ځمکې د حضرت سلطان ولسوالۍ له غاصبینو بېرته ونیول شوې.
 
د هغه په ​​وينا، له يادو شويو ١٥زره جريبه ځمکې څخه لس زره جريبه يې واښه او پاتې نور يې د استوګنې سيمې دي، چې له څو کلونو راهيسې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.
 
د سمنګانو د والي مالي او اداري مرستيال زياته کړه چې د دغه ولايت اويا سلنه دولتي ځمکې د جمهوري رياست پر مهال د وسله والو له خوا غصب شوې او غاصبين د قانون منګولو ته پاتې دي.
 
خادم وايي، د دولتي ځمکو د لېږد کمېسيون اوس هڅه کوي، چې د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ، بيا مرکز او نورو ولسواليو ټولې غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړي.
 
نوموړي څرګنده کړه، چې د استوګنې سيمې به له بېرته ستنېدو وروسته بېوزله خلکو ته په کرايه ورکول کېږي او پيسې به يې د دولت خزانې ته ځي.
 
که څه هم د سمنګان د والي مالي او اداري مرستيال په دغه ولايت کې د غصب شويو ځمکو کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو ويې ويل، چې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې او پر غاصبينو پلورل شوې ده.
 


د مطلب کود: 260103

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260103/په-سمنګان-کې-له-غاصبینو-څخه-د-۱۵-زره-جریبه-ځمکې-بیرته-راګرځول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com