کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د قابله ګۍ په څانګه کې ۶۲ ښځو ته روزنه ورکول کیږي

28 میزان 1401 ساعت 15:50

د ملګرو ملتونو د جمعیت سازمان په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ۶۲ ښځو لپاره د قابله ګۍ د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.


آوا - کابل: دغه سازمان پرون (چهارشنبه، میزان ۲۷) په ټویټر کې لیکلي چې دغو قابلو ته به د میندو او ماشومانو د روغتیا او د زیږون د وضعیت په اړه مسلکی روزنه ورکړل شی.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ په کندهار کې له اته مياشتني روزنيز پروګرام څخه ٣٠ قابلې فارغې شوې.
 
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د لرو پرتو او کلیوالو سیمو یو شمېر خلک له دې ستونزې سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 259958

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259958/په-هلمند-او-نیمروز-ولایتونو-کې-د-قابله-ګۍ-څانګه-۶۲-ښځو-ته-روزنه-ورکول-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com