سیګار د کوکنارو په عایداتو باندې د بزګرانو تکیه د کوکنارو د کښت په وړاندې یو خنډ ګڼي
آوا: سیګار (چهارشنبه، میزان ۲۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ، د افغانستان د اقتصاد له سقوط او د نړیوالو مرستو له ځنډیدو وروسته په اپینو انحصار زیات شوی دی.
د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د نشه يي توکو کښت او قاچاق په مطلق ډول حرام بللی دی.
په دې وروستیو کې د اتلانتیک شورا په نوم امریکايي فکري مرکز ویلي چې څېړنې او راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کاروبار ډېر شوی دی.
د دغه فکري نظر له مخې، د افغانستان اړیکي له سیمه ییزو او نړیوالو درملو بازارونو سره خورا قوي دي.
اتلانتیک شورا زیاته کړه چې له افغانستان څخه بهر د لویو لارو له لارې د مخدره موادو قاچاق په لوړه کچه روان دی.