د تخار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولایت له کروندو څخه څه باندې ۱۱ زره ټنه وریجې راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
په تخار کې د وریجو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی
28 میزان 1401 ساعت 10:06
د تخار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د دغه ولایت له کروندو څخه څه باندې ۱۱ زره ټنه وریجې راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
آوا: د تخار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس رحیم الله احدی وایی چې سږ کال د وریجو له ۹۲۰ هکتاره ځمکې څخه ۱۱ زره او ۲۵ ټنه وریجې ترلاسه شوی دی.
د هغه په وينا، تېر کال په تخار کې د وريجو حاصلات ١٠١١٥ ټنه وو.
تخار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د وریجو کښت یې په مرکز او ولسوالیو کې ترسره کیږي.
د مطلب کود: 259929