دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 259841
بامیان ته د پوهنې وزیر سفر د پوهنې ریاست ستونزې به حل شي
مولوی سید حبیب الله اغا؛ د پوهنې سرپرست وزیر نن سهار بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ستونزې به وڅېړي او حل به یې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د اسلامی امارت د پوهنې سرپرست وزیر بامیان ولایت ته د خپل سفر موخه د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د شته ننګونو څیړل او حل کول وايي.
 
مولوي سيد حبيب الله اغا د باميان ولايت له يو شمېر ښوونځيو څخه هم ليدنه وکړه او د دغه ولايت د پوهنې د ستونزو لکه د ښوونکو د بستونو د زياتوالي، د ځينو ښوونځيو ترميم ته اړتيا او د پوهنې رياست د نورو ستونزو په حل باندې يې ټينګار وکړ.
 
د بامیان ولایت د پوهنې رئیس اسلام الدین عثماني د دغه ولایت په ځینو ښوونځیو کې د ترمیم نشتوالی، د ښوونکو کمښت او د بامیان په ځینو ښوونځیو کې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی له لویو ننګونو څخه یاد کړل.
 
ښاغلي عثماني له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: په بامیان ولایت کې ټولټال ۳۴۹ ښوونځي دي او له بده مرغه په ​​دغه ولایت کې ۶۳ ښوونځي د ترمیم په حال کې دي.
 
د باميان ولايت د پوهنې رئيس د دغه ولايت په ښوونځيو کې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالى د دغه ولايت د پوهنې له يوې بلې ستونزې څخه ياد کړ او ويې ويل: په باميانو ولايت کې ٢١٤ ښوونځي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.
 
په بامیان ولایت کې د پوهنې په برخه کې د تدریسي پوستونو نشتوالی یوه له بلې ستونزې څخه ده چې د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو له پوهنې وزارت څخه د حل غوښتنه وکړه.
 
د باميان ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو په وينا، د دغه ولايت په بېلابېلو ښوونځيو کې څه باندې دوه زره تدريسي پوستونو ته اړتيا ده او که له شپږم څخه تر دوولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانستل شي، دغه شمېر به زيات شي.
 
https://avapress.net/vdceeo8wzjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته