د هرات د پوهنې ریاست وايي، دا مهال شاوخوا ۱۸ زره ښوونکي په تدریس بوخت دي، خو معارف دوه زره ښوونکو او ۴۰۰ نورو ښوونځیو ترمیم ته اړتیا لري.
هرات کې ۱۸ زره ښوونکي استخدام شوي/ مولوي ثاقب: دوه زره ښوونکي د آزاد سیالۍ له لاري استخدام کیږي
25 میزان 1401 ساعت 13:42
د هرات د پوهنې ریاست وايي، دا مهال شاوخوا ۱۸ زره ښوونکي په تدریس بوخت دي، خو معارف دوه زره ښوونکو او ۴۰۰ نورو ښوونځیو ترمیم ته اړتیا لري.
آوا - هرات: د هرات د پوهنې رئیس مولوي شهاب الدین ثاقب وايي چې اوس مهال د هرات په ښوونځیو کې ۱۷۸۰۴ ښوونکي تدریس کوي.
ده دغه راز څرګنده کړه: دهرات معارف دوه زره تنو ښوونکو ته اړتيا لري چې د اداري اصلاحاتو په عمومي آزموينه کې د استاذانو د سيالۍ له لارې به پوره شي.
د هرات د پوهنې رييس زياته کړه: پخوا د عمومي ازموينې له لارې ١٣٩٠ بستونه اعلان شوي وو، چې ٦٠٩ تنه په دې ازموينه کې بريالي شوي او د هغوى د استخدام پروسه روانه ده.
ده همداراز ټینګار وکړ چې اوس مهال په هرات کې خیالي ښوونکي نشته او دغه ریاست توانېدلی چې د هرات په ټولو ولسوالیو کې ټول خیالي ښوونکي او محصلین له منځه یوسي.
نوموړي په هرات کې د کتابونو د کمښت د ستونزې د حل په اړه هم خبرې وکړې او يادونه يې وکړه، چې سږ کال پر زده کوونکو ٣ ميليونه کتابونه وېشل شوي دي.
خو د هرات د پوهنې رئيس د دې خبرو په دوام کې په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ترميم له نشتوالي اندېښنه وښوده او ويې ويل: دا مهال شاوخوا څلور سوه ښوونځي له ترميم پرته شتون لري، چې زده کوونکي يې په کورونو، تر خيمو او جوماتونو کې زده کړې کوي.
هغه په دغه ولايت کې د ښوونځيو د ترميمولو په برخه کې د څو بنسټونو د همکارۍ خبر ورکړ او ويې ويل: د څو ښوونځيو د ترميم کار روان دى.
مولوي ثاقب همداراز ټینګار وکړ: هیڅ ښوونکی حق نه لري چې یو زده کونکی وهي او یا یې وګواښي او که د استادانو له خوا د شاګردانو د ناوړه چلند، تهدید او وهلو کومه بیلګه ولیدل شي، د پوهنې ریاست به یې په جدي توګه تعقیب کړي.
نوموړي په دغه ولايت کې د ښوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې د ستونزو د حل يادونه هم وکړه او څرګنده يې کړه، چې اوسمهال د ښوونکو معاشونه مياشتني ورکول کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.
هرات ولایت د هېواد یو له علمي او کلتوری ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د مطلب کود: 259829