کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره ۵.۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

25 میزان 1401 ساعت 12:17

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، چې دغه هېواد به له افغانستان سره د روغتیا او د کرونا واکسین د تطبیق په برخه کې څه باندې ۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.


آوا: په کابل کې د جاپان سفارت د اعلان له مخې، دغه هېواد به له افغانستان سره ۵،۵ میلیونه ډالره مرسته وکړی.
 
دغه سفارت ویلي چې د دې مرستې موخه په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ او نورو ناروغیو د لوړ کیفیت او عادلانه واکسین ملاتړ دی.
 
د جاپان سفارت زیاته کړه چې په دې مرسته کې د واکسینونو او درملو لپاره د سړو خونو تجهیزات لکه یخچالونه او نور طبي توکي شامل دي.
 
جاپان یو له هغو مهمو هیوادونو څخه دی چې په تیرو شلو کلونو کې یې له افغانستان سره مرسته کړې ده. دغه هېواد د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 259820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259820/جاپان-د-روغتیا-په-برخه-کې-له-افغانستان-سره-۵-میلیونه-ډالره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com