کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوکراین ته د وسلو لیږل/ امریکا د ۷۲۵ ملیون ډالرو پوځي تجهیزات استوي

24 میزان 1401 ساعت 13:45

په داسي حال کي چي په اوکراین کې شخړې زیاتې شوې، سپینې ماڼۍ د امریکا دا پریکړه اعلان کړه چې اوکراین ته د ۷۲۵ میلیونو ډالرو مرستې بسته ولیږي. ویل شوي، چې په دغو مرستو کې پوځي تجهیزات او د توغندیو سیستمونه شامل دي.


آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په یوه بیان کې ویلی چې دغه مرستې په اوکراین کې پر ملکی وګړو د روسیې د وحشیانه توغندیو د بریدونو او د روسیې د ځواکونو د ظلمونو د زیاتېدو په غبرګون کې شوی دی.
 
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وروسته په ټویټ کې وویل چې متحده ایالات د اوکراین تر څنګ ولاړ دي ځکه چې "د اوکراین مدافعین د روسیې ځواکونه شاته کوي".
 
د امریکا دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اوکراین لا زیاتو هوايي دفاعي سیسټمونو ته اړتیا لري.
 
د امریکا یوه جګپوړي دفاعي چارواکي په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، روسیې د شنبې په ورځ په ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین تر ۸۰ زیات توغندي توغولي، خو د اوکراین هوايي دفاع توانېدلي چې نیمايي یې شنډ کړي.
 


د مطلب کود: 259780

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259780/اوکراین-ته-د-وسلو-لیږل-امریکا-۷۲۵-ملیون-ډالرو-پوځي-تجهیزات-استوي

آوا
  https://www.avapress.com