آوا: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې لویدیځ پټې ادارې په ځانګړې توګه امریکا او انګلستان د اسلامي امارت د مخالفو ډلو ملاتړ کوي او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو پر سرحدي سیمو راکټي بریدونو ته هڅوي.
هغه زیاته کړه: موږ په دې اړوند له خطرونو او ګواښونو خبر یو او له همدې امله د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اړیکي ټینګوو.
د روسیې ولسمشر په دې خبرې سره چې افغانستان په سیمه کې تر ټولو جدي امنیتي ننګونه ده، زیاته کړه چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د بیا تکرار مخنیوی زموږ په ګټه دی.
نوموړي افغانستان ته د امریکا او ناټو د تاوان د ورکړې په غوښتنه د دغه هېواد د شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
پوتین ټینګار وکړ: "په افغانستان کې د وضعیت د عادي کولو لپاره، موږ باید په طبیعي توګه د دې هیواد د اقتصادي بیارغونې سره مرسته وکړو." خو تر هر څه پورته موږ د اشغال په کلونو کې افغانانو ته د تاوان په ورکولو او په ناقانونه توګه د غصب شویو افغانانو د شتمنیو په خلاصولو ټینګار کوو.
باید وویل شي چې روسیه یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ترکیه کې د علماوو په کنفرانس کې ویلي چې د امریکا ستونزه له اسلام سره ده؛ د دوی ستونزه له موږ سره نه ده، ستونزه له خالص سیاسي اسلام سره ده.