کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل کې د پیازو له بیې څخه د کروندګرو د کرنې د ساحې کمښت او د کروندګرو رضایت

23 میزان 1401 ساعت 10:39

د سرپل د کرنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د پیازو په کښت کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی. خو د تېرو کلونو په پرتله کروندګر د پیازو له بیې راضي دي.


آوا - مزارشریف: تیر کال په سرپل ولایت کې څه باندې ۷۰۰ زره ټنه پیاز راټول شوي وو. خو د خرڅلاو د بازار د نشتوالي له امله د دغو تولیداتو زیاتره برخه خرابه او ورکه شوه. خو د سرپل د کرنې رياست مسوولين وايي، چې سږ کال د دغه ولايت پياز د قناعت وړ بازار لري.

 
د سرپل د کرنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال په ۷۵۰ هکتاره ځمکه پیاز کرل شوي دي. خو د هغې د پایلو احصایه لا معلومه نه ده.
 
چارواکي ټینګار کوي، چې تېر کال د معیاري سړو خونو او باثباته مارکېټ د نشتوالي له امله د کروندګرو ډېری پیاز له کاره لوېدلي او له منځه تللي او د همدې ستونزې له امله سږ کال د پیازو تر کښت لاندې ساحه ۴۰ سلنه کمه شوې ده. .
 
د سرپل د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې دا مهال د سرپل په بازار کې یو پیاز په ۱۳۰ افغانۍ پلورل کېږي او کروندګر ترې راضي دي.
 
په داسې حال کې چې تېر کال په دغه ولایت کې یو پیاز تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کېده.


د مطلب کود: 259704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259704/په-سرپل-کې-د-پیازو-له-بیې-څخه-کروندګرو-کرنې-ساحې-کمښت-او-رضایت

آوا
  https://www.avapress.com