کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جیک سلیوان: چین د امریکا لپاره تر ټولو لوی جیوپولیټیک ستونزه ده

21 میزان 1401 ساعت 13:51

د امريکا د ملي امنيت سلاکار وويل، چين په نړۍ کې د امريکا لپاره تر ټولو ستر جيو پوليټيک ننګونه ده. دا په داسی حال کي ده چي دا هیواد نه غواړي چې د سړې جګړې په څیر نړیوال بندیزونه تکرار کړي.


آوا: د امریکا د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان وایی، امریکا چین ته په نړۍ کې د خپل ستر جیو پولیټیکل ننګونې په سترګه ګوری، خو نه غواړی چې نړۍ په دوو بلاکونو وویشل شی او یا په بله سړه جګړه کې. .
 
هغه زیاته کړه: موږ پوهیږو چې په جیوپولیټیک فضا کې د چین ولسي جمهوریت د امریکا لپاره تر ټولو مهم جیوپولیټیک ننګونه ده.
 
په داسې حال کې چې امریکا ته د چین ننګونه په هند او ارام سمندر کې د پام وړ لیدل کیږي، دا ننګونه نړیوال اړخونه هم لري.
 
د یادولو وړ ده چې د چین چټک اقتصادي پرمختګ چې ویل کیږي په څو کلونو کې به امریکا له ماتې سره مخ کړي او یوازې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد شي، د امریکا د حکومت مشران سخت اندیښمن کړي دي.
 


د مطلب کود: 259653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259653/جیک-سلیوان-چین-د-امریکا-لپاره-تر-ټولو-لوی-جیوپولیټیک-ستونزه-ده

آوا
  https://www.avapress.com