کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان والي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځو پر شتون ټینګار وکړ.

19 میزان 1401 ساعت 11:09

يو شمېر هغه مېرمنې چې د کانکور په ازموينه کې يې مرسته کړې وه د باميانو والي له خوا ستاينليکونه ورکړل شول. د باميانو والي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ښځو پر شتون ټينګار وکړ.


آوا - بامیان: د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدی د هغو نجونو ستاینه وکړه چې د کانکور په ازموینه کې یې همکاري کړې او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې د ښځو پر شتون ټینګار وکړ.
 
ښاغلي سرحدي د دغو ښځو د درناوي په مراسمو کې وویل: اوسمهال د دغه ولایت په امنیتي ادارو کې ۵۰ ښځې په دندو بوختې دي، خو دا شمېر کافي نه دی.
 
د بامیان د والي په خبره، د ښځو د شمېر د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.
 
د دغو مېرمنو د درناوي په مراسمو کې يو شمېر يې وويل، د هغو مېرمنو ستاينه د قدر وړ ده، چې د غونډې د امنيت د ټينګښت مسووليت يې په غاړه درلود او هيله يې څرګنده کړه، چې په اړوندو څانګو کې به د مېرمنو شتون زيات شي.
 
دوی د بامیان ولایت له والي څخه وغوښتل چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره له شپږم ټولګي څخه پورته هڅې وکړي.
 


د مطلب کود: 259554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259554/د-بامیان-والي-امنیتي-ځواکونو-په-لیکو-کې-ښځو-پر-شتون-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com