د یووالي اونۍ د پیلېدو په مناسبت د دیني او ټولنیزو چارو کارپوهان وايي چې نن افغانستان تر بل هر وخت زیات د اسلامي امت یووالي ته اړتیا لري او که دا یووالی په رښتیني ډول رامنځته شي، د هېواد ډېرې ستونزې به هوارې شي او د دښمن پلانونه به شنډ شي.
د یووالي اونۍ؛ افغانستان تر بل هر وخت زیات یووالي ته اړتیا لري
17 میزان 1401 ساعت 16:09
د یووالي اونۍ د پیلېدو په مناسبت د دیني او ټولنیزو چارو کارپوهان وايي چې نن افغانستان تر بل هر وخت زیات د اسلامي امت یووالي ته اړتیا لري او که دا یووالی په رښتیني ډول رامنځته شي، د هېواد ډېرې ستونزې به هوارې شي او د دښمن پلانونه به شنډ شي.
آوا - مزارشریف: د اسلام د ستر پیغمبر د میلاد او د یووالی اونۍ د پیل په مناسبت په مزارشریف کې د مذهبی مسایلو کارپوه حجت الاسلام محمد حسین فدایی آوا ته وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم ولادت د نړۍ لپاره ارزښتناکه ورځ ده، د انسانیت ورځ ده. د سنيانو له نظره د ربيع الاول دولسمه نېټه د پېغمبراکرم (ص) د زوکړې ورځ ده او شيعه ګان د ربيع الاول ۱۷مه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زوکړې ورځ ګڼي. خو ستر امام خمیني رح دغو ورځو ته د یووالي د اونۍ نوم ورکړ تر څو شیعه او سني په ګډه دغه ورځې ولمانځي او په نتیجه کې د امت ترمنځ یووالی راشي.
د مطلب کود: 259515