کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت: نړیواله ټولنه دې د افغانستان د امنیت او ثبات پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي

16 میزان 1401 ساعت 10:00

د افغانستان اسلامي امارت وايي، افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې د دغه هېواد د امنیت او ثبات پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن جمعه (میزان ۱۵) په کابل کې د امریکا او د هغې د متحدینو د برید د ۲۱مې کلیزې په مناسبت یو بیان خپور کړ. په بیانیه کي لیکل شوي: اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.
 
مجاهد په خپل ټويټ کې ليکلي: "د امريکايي يرغل پر وړاندې د افغان ولس يووالی زموږ د بريا يو عامل و، موږ هغه مهال بريا ترلاسه کړه، چې د اشغال پر وړاندې په ګډه ودرېدو او په ټول هېواد کې د الله سبحانه وتعالی د پاچاهۍ شعارونه اورېدل کېدل. د بهرنیانو او د دښمنیو پر ضد، موږ یو ملت یو او پر خپل یووالي ویاړو."
 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "اسلامي امارت له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوي چې د افغانستان په اړه دښمني ونه کړي او زموږ د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي."
 
په ۲۰۰۱ کال کې پر امریکا له تروریستي بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته یې په دغه هېواد کې یو ولسواک نظام رامنځته کړ چې شل کاله یې دوام وکړ.
 
له امریکا سره د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کاروي، خو د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۲ کال د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی، خو اسلامي امارت د بایډن څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې الظواهري په افغانستان کې شتون نه لري.
 


د مطلب کود: 259455

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259455/اسلامي-امارت-نړیواله-ټولنه-دې-د-افغانستان-امنیت-او-ثبات-پر-وړاندې-خنډونه-جوړ-نه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com