کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوالې ټولنې له خوا د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستو یوه بسته کابل ته راورسېده

11 میزان 1401 ساعت 16:45

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له نغدي مرستو وروسته، نن دوشنبه (میزان ۱۱) کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله نغدي بسته راورسېده.


آوا: د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په موخه نن (دوشنبه، میزان ۱۱) د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بسته کابل ته راورسېده.
 
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه پیسې په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوي دي.
 
د پخواني حکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې چې په پرله پسې ډول افغانستان ته رالېږل شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې د ټیټېدو مخه ونیول شوه.
 


د مطلب کود: 259342

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259342/د-نړیوالې-ټولنې-له-خوا-۴۰-میلیونه-ډالرو-نغدي-مرستو-یوه-بسته-کابل-ته-راورسېده

آوا
  https://www.avapress.com