ترکیش ایرلاین اعلان کړی چې د مارچ له میاشتې به کابل او مزارشریف ته الوتنې بیا پیل کړي.
ترکیش ایرلاین افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې
10 میزان 1401 ساعت 9:58
ترکیش ایرلاین اعلان کړی چې د مارچ له میاشتې به کابل او مزارشریف ته الوتنې بیا پیل کړي.
آوا: د «ترکیش ایرلاین» ویب پاڼې د راپور له مخې، کابل ته د دغه هوايي شرکت لومړۍ الوتنه د مارچ میاشتې په ۲۷مه او له کابل څخه لومړۍ الوتنه د همدې میاشتې په ۲۶مه ده.
ترکیش ایرلاین له څه باندې یوې لسیزې راهیسې افغانستان ته الوتنې کوي، د دغه هوايي شرکت لومړۍ الوتنه د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې کابل ته شوې وه او د کرونا ویروس تر خپرېدو او بیا د اسلامي امارت تر واکمنۍ پورې الوتنې دوام نه درلود.
د مطلب کود: 259258