کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په لوېدیځ کې د چاودنې له امله ۴۶ تنه شهیدان او ټپیان شول؛ مجاهد: د کج پر تعلیمي مرکز برید لوی وحشت دی

8 میزان 1401 ساعت 15:42

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار د کاج پر ښوونیز مرکز برید چې له امله یې لږ تر لږه ۱۹ تنه شهیدان او ۲۷ تنه ټپیان شول یو لوی وحشت بللی او په کلکه یې غندي.


آوا: د اسلامي امارت ویاند د کاج په تعلیمي مرکز د نن ورځې برید په اړه په خپل ټویټر کې غبرګون ښودلی.

 
ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي: د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د کاج په تعلیمي مرکز برید یو لوی وحشت دی او اسلامي امارت یې په کلکه غندي.
 
مجاهد زیاته کړه: اسلامي امارت د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د دغه برید د عاملینو د موندلو او نیولو لپاره به جدي اقدامات ترسره کړي.
 
نافع تکور; د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې نن سهار د کابل په لویدیځ کې د کج په ښوونیز مرکز برید کې ۱۹ تنه شهیدان او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
 
خو يو شمېر عيني شاهدان بيا وايي، چې د دې چاودنې مرګ ژوبله له هغه څه ډېره ده، چې په رسمي توګه يې اعلان کړى دى.
 
چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه.
 
محمد حامد؛ د چاودنې په ځای کې یو تن محصل وايي: د ازموینو پاڼې وېشل شوې وې، شاوخوا ۴۰۰ کسانو پوښتنې کولې، چې ناڅاپه د ډزو غږ وشو، ځانمرګي بریدګر لومړی د دروازې ساتونکي وواژه او بیا تالار ته ننوت.
 
هغه زیاتوي چې د ده د سترګو لیدلی حال د قربانیانو شمېر ډېر دی.


د مطلب کود: 259212

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259212/د-کابل-په-لوېدیځ-کې-چاودنې-له-امله-۴۶-تنه-شهیدان-او-ټپیان-شول-مجاهد-کج-پر-تعلیمي-مرکز-برید-لوی-وحشت-دی

آوا
  https://www.avapress.com