داسلام اباد دبهرنيو چارو مرستيال وزير عباس ستانکزى وايي چې اسلام اباد دامريکا بې پيلوټه الوتکو ته دپاکستان په اسمان کې الوتنې او دافغانستان فضائي حدودو ته دننوتلو په بدل کې مليونونه ډالر ترلاسه کوي.
ستانکزی: اسلام اباد له پاکستانه افغانستان ته د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د تېرېدو په بدل کې پیسې اخلي
7 میزان 1401 ساعت 11:59
داسلام اباد دبهرنيو چارو مرستيال وزير عباس ستانکزى وايي چې اسلام اباد دامريکا بې پيلوټه الوتکو ته دپاکستان په اسمان کې الوتنې او دافغانستان فضائي حدودو ته دننوتلو په بدل کې مليونونه ډالر ترلاسه کوي.
آوا: شیر محمد عباس ستانکزي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې اسلام اباد به د دې موافقې په بدل کې چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان پر اسمان الوتنې کوي او د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي، میلیونونه ډالره مرسته ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړه چې هغه داسې ویډیوګانې لري چې ښيي امریکايي بې پیلوټه الوتکې له کوم ځای څخه الوتلې او له کومې لارې افغانستان ته ننوتي.
ستانکزي په وروستیو میاشتو کې د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره د دغه هېواد چارواکو ته وویل چې له اوسني اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره باید بله لاره ولټوي، نه دا چې امریکا ته د خپل هوايي حریم په ورکولو سره له دغه هېواده پیسې ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي وو چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه کوي، چې پاکستاني چارواکو رد کړې وه.
د مطلب کود: 259157