آوا: د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین د یکشنبې په ورځ (میزان ۳) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل: «افغانستان په چټکۍ سره د ترهګرو په پټنځای او په سیمه کې د اسلامي امارت د افراطیت د ځپلو په ډګر بدلیږي. " سربیره پردې، موږ د یو سیستماتیک کار شاهدان یو چې پر بنسټ یې د منځنۍ اسیا د هیوادونو د اتباعو په ګډون بهرني جنګیالي د افغانستان شمالي سیمو ته لیږدول کیږي، چې موخه یې زموږ پولو ته نږدې د تاو تریخوالي لپاره یو نوی پلیټ فارم رامینځته کول دي.
د دې خبرو په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه ده کارول شوې.
هغه په ټینګار سره وویل، موږ دا ردوو چې خدای مه کړه کومه ترهګره ډله دې په افغانستان کې ځای پرځای شي او یا دې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي. موږ دا ډاډ ورکړ. د تاجکستان دا اندېښنه بې بنسټه ده. دوی باید په دې اړه فکر وکړي او خپلې اندېښنې له نږدې شریکې کړي.»
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ورته څرګندونې کړې وې، چې د اسلامي امارت چارواکو رد کړې وې.