کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام په تخنیکي مسلکونو کې ۵۰ زره اتباع روزلي دي

31 سنبله 1401 ساعت 16:25

د خوړو نړیوال سازمان د یوه ټویټ په خپرولو سره د ۵۰ زرو اتباعو لپاره د تخنیکي مسلکونو د روزلو اعلان کړی دی.


آوا: دغه سازمان نن پنجشنبه (سنبلې ۳۱) په خپل ټویټر کې ویلی چې دغه شمېر افغان وګړو د کار په بازار کې ګډ مسلک او مهارتونه زده کړی دی.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دغو پنځوس زره افغان اتباعو ته د ټکنالوژۍ، د موبايل ټېلېفون انجنيرۍ، د ګاڼو پرې کول، خياطۍ او د غالۍ اوبدلو په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
 
دغه سازمان زیاته کړه چې د دغو مسلکونو روزنه د افغانستان اتباعو ته د خوړو په برابرولو کې مرسته کوي.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ دا مهال د افغانستان تر نیمايي ډېر وګړي د خوړو له خوندیتوب سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 258931

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258931/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-په-تخنیکي-مسلکونو-کې-۵۰-زره-اتباع-روزلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com