د امر به معروف و نهی از منکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خصوصي تعلیمي موسسو د لا زیاتې څارنې خبر ورکړی دی.
د خصوصي تعلیمي موسسو څارنه زیاتیږي
31 سنبله 1401 ساعت 11:17
د امر به معروف و نهی از منکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خصوصي تعلیمي موسسو د لا زیاتې څارنې خبر ورکړی دی.
آوا: د پوهنې وزارت نن پنجشنبه د سنبلي ۳۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې خصوصي ښوونیز بنسټونه دې خپل فعالیتونه له شرعی او اسلامی ارزښتونو سره سم کړی.
د امر به معروف و نهی از منکر وزارت وايي، په دې وروستیو کې د دغه وزارت استازو په جوزجان ولایت کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسې څارلې دي.
تر دې مخکې د سوکالۍ او تربیې وزارت په هېواد کې د خصوصي لوړو زده کړو پر موسسو بندیزونه لګولي وو.
د مطلب کود: 258907