کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې د قرغزستان او ازبکستان له لارې د چین-افغانستان سوداګریز دهلیز د ازمایښتي پیل اعلان وکړ.

29 سنبله 1401 ساعت 10:30

اداره خط آهن ازبکستان از راه‌اندازی آزمایشی دهلیز تجاری چین به افغانستان از طریق قرقیزستان و ازبکستان خبر داد.


آوا: د دې ادارې د اعلامیې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د سیپټمبر په ۱۹ مه خپره شوه، ازبکستان ته د دغه هېواد له لارې د محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې ۷۰ سلنه تخفیف ورکړل شوی.
 
په همدې حال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هم د دوشنبې په ورځ وویل چې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلیز د یوې برخې په توګه له چین څخه سوداګریز محصولات قرغزستان ته رسېدلي او په څو ورځو کې به د هریتان بندر ته ورسېږي.
 
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د معلوماتو له مخې، دغه لېږد د "دهليز واخان" شرکت له خوا ترسره کېږي.


د مطلب کود: 258826

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/258826/د-ازبکستان-ریل-پټلۍ-ادارې-قرغزستان-او-له-لارې-چین-افغانستان-سوداګریز-دهلیز-ازمایښتي-پیل-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net