آوا: یوې سرچینې اطلاعات روز خبري آژانس ته ویلي:«هغه کسان چې مسموم شوي د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي او د ترانسپورتي شرکت کارکوونکي دي چې تېره شپه (شنبه، سنبلي ۲۶) په یوه ناحیه کې راټول شوي وو.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې پنځه موټر چلوونکي، چې د فارياب ولايت اصلي اوسېدونکي دي، وژل شوي دي.
د یوه موټر چلوونکي یوه خپلوان وویل چې میلمانه د زهرجن څښاک له څښلو وروسته مسموم شوي دي.
هغه زیاتوي چې مسموم شوي کسان د کابل - بلخ پر لاره د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي او د دې لارې د ترانسپورت کارکوونکي وو.
د هغه په وينا، مسموم شوي کسان اسهال لري.
په بلخ کې د اسلامي امارت امنیتي چارواکي دغه پیښه تاییدوي. خو دوی په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.