کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ازبکستان د دوستانه دریځ هرکلی کوي

24 سنبله 1401 ساعت 9:21

په ورته وخت کې چې د شانګهای کنفرانس پیل شو، د ازبکستان ولسمشر وویل چې افغانستان تر بل هر وخت دغو کنفرانسونو ته اړتیا لري. د افغانستان اسلامي امارت له لوري د شوکت میرزایوف دغه څرګندونې او دریځ هرکلی شوی دی.


آوا - کابل: د ازبکستان ولسمشر د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او سیاسی او اقتصادی ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړی.
 
د ازبکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې او دریځ د افغانستان د اسلامي امارت له خوا تود هرکلی شوی دی.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي: د ازبکستان د هوښیار ولسمشر شوکت میرزایف دریځ د افغانستان په اړه دوستانه او خواخوږی دی.
 
مجاهد زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د دغه دریځ ستاینه کوي او د دواړو هېوادونو د با اعتماد، سوله ییز او باثباته راتلونکي نښه ګڼي.
 
د يادونې وړ ده، چې د شانګهاى کنفرانس د ازبکستان په کوربه توب ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان کوم استازي ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
 


د مطلب کود: 258641

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258641/اسلامي-امارت-د-افغانستان-په-اړه-ازبکستان-دوستانه-دریځ-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com