د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له کورنیو پانګوالو سره په کتنه کې په هېواد کې د کور جوړونې له سکتور سره خپله لېوالتیا اعلان کړه.
پانګوال په افغانستان کې د کور جوړونې په سکتور کې لېوالتیا لري
23 سنبله 1401 ساعت 14:34
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له کورنیو پانګوالو سره په کتنه کې په هېواد کې د کور جوړونې له سکتور سره خپله لېوالتیا اعلان کړه.
آوا - کابل: نن چهارشنبه (سنبلي ۲۳) د اسلامي امارت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې مولوي حمدالله نعماني؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر له کورنیو پانګوالو سره په کتنه کې په هېواد کې د کور جوړولو په برخه کې د هغوی د لېوالتیا په اړه معلومات ورکړل.
په دې کتنه کې پانګوالو د خپلو فعالیتونو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دوی د دغه وزارت په پروژو کې پانګونې ته چمتو دي.
مولوي حمدالله نعماني؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست هم د هغو پانګوالو په ملاتړ ټینګار وکړ چې د دغه وزارت د کور جوړونې او ساختماني پروژو په برخه کې پانګونه کوي.
نوموړي همدا راز وویل، چې وزارت له ټولو ملي او نړیوالو سوداګرو او پانګوالو څخه چې غواړي د وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي، هرکلی کوي.
هغه وویل، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت به د دغه وزارت په پروژو کې ټولو پانګوالو ته د چاپېریال برابرولو او هغوی ته لازم امنیت او اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د کور جوړونې ګڼې پروژې پانګونې ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو له امله زیاتره وړې او لویې ساختماني پروژې بندې شوې دي.
د مطلب کود: 258615