آوا - کابل: قلندر عباد؛ د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست چې په دې وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت ته د څو ورځني سفر په ترڅ کې پرون (سه شنبه، سنبلي۲۲) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزارت ژمنه کړې ده چي افغانستان ته د طبي زده کړو د برابرولو او د روغتیايي ظرفیتونو د لوړولو لپاره مرسته کوي.
د ښاغلي عباد په وینا، له ایران سره د G5 په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ساري ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه تفاهم شوی دی.
عباد زياته کړه، د G5 هېوادونو په غونډه کې د ايران، افغانستان، پاکستان او عراق په ګډون څلورو هېوادونو ګډون کړى و، چې په ترڅ کې يې د سيمې د يو شمېر هېوادونو په پولو کې د ساري ناروغيو د مخنيوي او کنټرول په اړه تفاهم ليک لاسليک شو.
ده وويل چې په دې غونډه کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي هم ګډون کړى و.
هغه زیاته کړه، موږ د ایران له روغتیايي ظرفیتونو څخه د ځان بسیاینې او د افغانستان د روغتیايي ټولنې د پراختیا لپاره د خپلې طبي ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار اخلو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه چې ایران د زړه د جراحۍ په برخه کې د روغتونونو د ظرفیت د لوړولو، د روغتیايي ویزو د اسانتیا او په افشار او بامیان ولایت کې د امام خمیني روغتونونو د بشپړولو ژمنه کړې ده.
هغه وویل، موږ له ایراني لوري سره هوکړې ته رسېدلي چې له ایران څخه به معیاري درمل واردوي او همدارنګه زموږ طبي تخنیکي ټیمونه به د دواړو هېوادونو د روغتیايي لومړیتوبونو په اړه پرله پسې خبرې وکړي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر هم وویل؛ په تېر کال کې له یو میلیون څخه زیاتې مېندې زیږون کړي وو چې له دې جملې څخه ۵۸۴ میندې د زیږون پر مهال مړه شوې دي.
هغه دا هم وويل، چې د تېر کال سياسي او اقتصادي وضعيت د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو منفي اغېز کړى دى.
د یادولو وړ ده چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دې وروستیو کې د G5 په غونډه کې د ګډون او د روغتیا په برخو کې د همکاریو د تفاهم لیکونو د لاسلیکولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کړی وو.
د "G5" غونډه د افغانستان، ایران، عراق، پاکستان او د روغتیا د نړیوال سازمان د استازو په ګډون په تهران کې جوړه شوه چې په پولو کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره د یوه پلان د جوړولو په هدف د افغانستان روغتیا لري.