کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول

22 سنبله 1401 ساعت 13:39

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د فیض آباد ښار د هوايي ډګر پر سړک د دوو موټرو د ټکر له امله ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزارشریف: معیز الدین احمدی؛ د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئيس آوا ته وويل: دغه پيښه نن سهار لس نيمې بجې د سنبلې په ٢٢مه د فيض آباد ښار د هوايي ډګر په سړک کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله د دوو رونيک او پاسو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
 
نوموړی زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي وو.
 


د مطلب کود: 258564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258564/په-بدخشان-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-اووه-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com