کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۹۴ ټنو ته رسېدلی دی

20 سنبله 1401 ساعت 9:14

د اسلامي امارت له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت د وياند په وينا، په هېواد کې د وروستيو سيلابونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۹۴ تنو ته رسېدلی دی.


آوا: د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۹۴ تنو ته رسیدلی دی.
 
د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني د سې شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۱۹۴ تنه وژل شوي، ۲۶۵ تنه ټپیان شوي او تر ۱۲۰۰۰ ډېر کورونه په بشپړه یا جزئي توګه ویجاړ شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې له ٩زره ډېر څاروي هم له منځه تللي او نږدې ٣٠ زره جريبه کرنيزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
 


د مطلب کود: 258424

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258424/د-سېلابونو-له-امله-اوښتو-تلفاتو-شمېر-۱۹۴-ټنو-ته-رسېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com