کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې د ۲۰۳ بې سرپرسته افغان ماشومانو برخلیک نامعلوم دی

20 سنبله 1401 ساعت 8:42

د یوې امریکايي رسنۍ په وینا ۲۰۳ افغان ماشومان چې د کابل له هوايي ډګر څخه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو پر مهال له سرپرست پرته امریکا ته وړل شوي، اوس مهال یوازې ژوند کوي او له رواني او عاطفي ستونزو سره مخ دي.


آوا: امریکايي رسنۍ"ان بي سي"  خبر ورکړی، چې د امریکا د کډوالو د فدرالي ادارې د شمېرو له مخې، امریکا ته لېږدول شوي ۲۰۳ افغان ماشومان لا هم له سرپرست پرته ژوند کوي.
 
د راپورونو له مخې د افغان اتباعو د ایستلو پر مهال تر ۱۵۰۰ ډېر بې سرپرسته ماشومان امریکا ته وړل شوي دي.
 
په همدې حال کې هره اوونۍ یوازې یوه الوتکه له کابله ځي او له افغانستانه وتل ستونزمن دي، نو له دې امله د دغو ماشومانو له کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره ډېره هیله نشته.
 
کریش اومارا ویگناراجا؛ د کډوالو د ملاتړ د یوې موسسې رئیس او اجراییه رییس وویل: دغو ماشومانو د بل هر ماشوم په پرتله ډیر زیان لیدلی دی. دا ماشومان لسیزې انتظار نه شي کولی چې امریکا خپله ژمنه پوره کړي.
 
" سی ان ان " مخکې راپور ورکړی و چې ځینې دا ماشومان د خوب په وخت کې خپلې کورنۍ یادوي او ډیری یې ممکن خپلو کورنیو ته ونه رسیږي.
 
دا معلومات د سی ان ان په نوې څیړنه کې د مهاجرینو د تصفیې له دفتر څخه ترلاسه شوي او د ویستلو پروسې او د هغې د پایلو ویجاړونکي پیغام لري.
 
په کلیفورنیا کې د افغان-امریکایي ماشومانو د ناروغیو متخصصې، سابرینا پرینو هم له کورنیو پرته د افغان ماشومانو د انتقال په اړه وویل: "دا ماشومان په بالقوه توګه یوازې دي، ویره لري او د خپلو والدینو په تمه دي."
 


د مطلب کود: 258421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258421/په-امریکا-کې-د-۲۰۳-بې-سرپرسته-افغان-ماشومانو-برخلیک-نامعلوم-دی

آوا
  https://www.avapress.com