د بلخ د حوزوي روغتون مسوولین وايي، د تېرو کلونو په پرتله د ناروغانو شمېر دوه برابره ډېر شوی، چې د بې وزلۍ له امله خلک نه شي کولای شخصي روغتونونو ته لاړ شي.
د بلخ په روغتون کې د بې وزلۍ له امله د ناروغانو شمېر دوه برابره شوی
19 سنبله 1401 ساعت 11:38
د بلخ د حوزوي روغتون مسوولین وايي، د تېرو کلونو په پرتله د ناروغانو شمېر دوه برابره ډېر شوی، چې د بې وزلۍ له امله خلک نه شي کولای شخصي روغتونونو ته لاړ شي.
آوا - مزارشریف: غوث الدین انوری؛ د بلخ د ابو علي سينا د حوزوي روغتون رييس آوا ته وويل: د تېرو کلونو په پرتله د بلخ په روغتونو کې د ناروغانو شمېر دوه برابره شوى دى. په تیرو کلونو کې، موږ هره ورځ ۷۰۰ ناروغان درلودل، مګر اوس مهال د ۱۵۰۰ ناروغانو درملنه کیږي.
د هغه په وينا، د بلخ په حوزوي روغتون کې د ١٥٠٠ ناروغانو تر څنګ چې معاينات کېږي، ٨٠٠ نور ناروغان هم په روغتون کې بستري دي.
انوري په دغه روغتون کې د ناروغانو د شمېر زياتوالى د خلکو د بې وزلۍ د زياتوالي لامل وباله او ويې ويل: خلک پيسې نه لري چې شخصي روغتونونو ته ولاړ شي. په روغتون کې ټول خدمات وړیا دي، او ډیری خلک د دولتي روغتون ته راځي.
هغه زیاته کړه، له بلې خوا د جګړې له پای ته رسېدو سره د بلخ د لرې پرتو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي هم کولای شي، چې د جګړې له وېرې او وحشت پرته خپل ناروغان حوزوي روغتون ته ولېږدوي، چې دا کار هم د ناروغانو د زیاتېدو لامل شوی دی.
د بلخ د حوزوي روغتون رئيس وويل، چې په روغتون کې د لابراتواري ازموينو، درملو او خدماتو په ګډون ټولې معاينات وړيا دي او د خلکو پاملرنه په کې کېږي.
خو په دغه روغتون کې ناروغان شکايت کوي، چې په درملتون کې د درملو له شتون سره سره، ډېرى ډاکټران ورته له روغتونه بهر نسخې ليکي او له بهر څخه درمل اخلي.
دغه ناروغان دا هم وايي، چې سږ کال د بلخ په حوزوي روغتون کې د ناروغانو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی او هر ناروغ په ساعتونو، ساعتونو په روغتون کې انتظار باسي، څو د درملنې او معایناتو لپاره ولاړ شي.
په مزارشريف کې د ابو علي سينا بلخي روغتون د هېواد په شمال کې يوازنی دولتي طبي مرکز دی چې د بلخ د ناروغانو د درملنې ترڅنګ د شمال زون د څلورو نورو ولايتونو ناروغان هم په کې تداوي کوي.
په دې وروستيو کې د دغه روغتون د کارکوونکو شمېر له ٤٠٠ څخه ٨٥٠ تنو ته لوړ شوى او په نږدې راتلونکي کې به د بيړنيو روغتيايي خدمتونو مجهز روغتون جوړ شي او د مدير په وينا، د معياري کېدو په لور روان دى.
د مطلب کود: 258386