ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د روزنې په برخه کې اسلامي امارت ته ۲۸ تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
ترکمنستان د ریل پټلۍ په برخه کې افغان متخصصین روزي
16 سنبله 1401 ساعت 14:35
ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د روزنې په برخه کې اسلامي امارت ته ۲۸ تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
آوا: د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې د دغو بورسونو اړوند اسناد پرون (سه شنبه، وږي ۱۵) په کابل کې د ترکمنستان د سفیر خواجه عوادوف له خوا ملا بخت الرحمن شرافت ته وسپارل شول.
شل تنه افغان محصلین په ترکمنستان کې د اورګاډي پټلۍ په بېلابېلو برخو کې روزل کېږي.
دغه روزنیز کورس د څلورو میاشتو لپاره ټاکل شوی دی.
په افغانستان کې د رېل پټلۍ د جوړولو کار د جمهوري ریاست په دوره کې پیل شوی و، خو د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله ودرول شو.
په همدې حال کې تر اوسه معلومه نه ده چې د اورګاډي د پټلۍ د غځولو کار چې افغانستان له ترکمنستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره نښلوي، څه وخت بیا پیلېږي.
د مطلب کود: 258283