په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته څېرمه د چاودنې او د دوو روسي ډيپلوماټانو د وژل کېدو په غبرګون کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، مسکو هيله لري چې د دغه ترهګريز بريد عاملين ډېر ژر وپېژندل شي.
لاوروف: هیله لرو چې د کابل د تروریستي برید عاملان ژر وپېژندل شي
14 سنبله 1401 ساعت 15:26
په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته څېرمه د چاودنې او د دوو روسي ډيپلوماټانو د وژل کېدو په غبرګون کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، مسکو هيله لري چې د دغه ترهګريز بريد عاملين ډېر ژر وپېژندل شي.
آوا: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د دوشنبې ورځې چاودنې په اړه غبرګون وښود.
د «سپوتنیک» خبري آژانس د راپور له مخې لاوروف ویلي چې مسکو هیله لري چې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د دغه ترهګریز برید عاملین ژر وپېژندل شي.
هغه په افغانستان کې د روسیې په سفارت کې د امنیتي کچې زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې د دې پېښې مسوولیت افغان حکومتي ځواکونه او کشفي او استخباراتي کړۍ لاس لري.
په همدې تړاو لاوروف له خپل تاجکستاني سيال سره تر خبري کنفرانس مخکې په دې چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو د درناوي په موخه يوه دقيقه چوپتيا اعلان کړه.
له بلې خوا د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف په یوه بیان کې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته تروریستي برید غندلی دی.
نن دوشنبه (سنبلي ۱۴) شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د دارالامان پر سړک د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه.
د روسیې رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې په دې پېښه کې دوه روسي ډیپلوماټان وژل شوي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ په دغه چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر یو تن بللی دی.
د مطلب کود: 258167