کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نیمروز ماشومانو لپاره د یونیسف مرستي/ ۱۷۵۰۰ ماشومان به له زده کړو برخمن شي

13 سنبله 1401 ساعت 11:00

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې، دې ادارې په نیمروز ولایت کې ۱۷۵۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.


آوا: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق چارواکو د شنبې په ورځ (سنبله ۱۲) وویل چې دغه شمیر ماشومان به د نیمروز ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ۵۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکو په ګمارلو سره د پوهنې له نعمت څخه برخمن شي.
 
د یونیسف د چارواکو په وینا، دغه پروګرام به په نیمروز کې له زده کړو بې برخې ماشومان د نامعلومې مودې لپاره تر پوښښ لاندې راولي.
 
نيمروز يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى ماشومان يې د زده کړو د نشتوالي له امله له زده کړو بې برخې دي.
 


د مطلب کود: 258075

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258075/د-نیمروز-ماشومانو-لپاره-یونیسف-مرستي-۱۷۵۰۰-ماشومان-له-زده-کړو-برخمن-شي

آوا
  https://www.avapress.com