کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر په افغانستان کې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړ

9 سنبله 1401 ساعت 15:42

د قطر سفیر د افغاني سرې میاشتې له مشرې سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرسته کوي.


آوا: د قطر سفیر سعید الخیرین د افغانی سرې میاشتې له مشر مولوی مطیع الله خلیس سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د وروستیو طبیعی پیښو له قربانیانو سره مرسته کوی.
 
د افغاني سرې مياشتې وياند شرف زوى وايي، چې د افغاني سرې مياشتې رييس مولوي مطيع الحق خليس په کابل کې د قطر د سرې مياشتې له سفير او استازي سعيد الخيرين سره وکتل او له هغه يې وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. په خوست، پکتیا ولایتونو کې د زلزله ځپلو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وروستیو سیلابونو له زیانمنو سره مرسته وکړه.
 
د شرف زوى په وينا، مولوي خالص په افغانستان کې د زړه په ناروغۍ د اخته کسانو د وضعيت په اړه هم د قطر سفير ته معلومات ورکړل او له هغه هېواد څخه يې د زړه د ناروغۍ په درملنه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
 
شرف زوی زیاته کړه: د افغاني سرې میاشتې مشرتابه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د وروستیو طبیعي پیښو له قربانیانو سره د نړیوالو مرستې راجلب کړي.
 
په دې کتنه کې د قطر سفیر سعید الخیرین ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او د وروستیو طبیعي پېښو له قربانیانو سره به مرسته وکړي او همدا راز به د زړه ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کړي.
 
باید وویل شي چې قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې مهم رول لوبولی دی. دغه هیواد د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د خبرو اترو د منځګړیتوب او تسهیل کوونکي په توګه مهم رول لوبولی او اوس یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري.
 


د مطلب کود: 257925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257925/قطر-په-افغانستان-کې-د-طبیعي-پېښو-له-قربانیانو-سره-مرستې-لپاره-چمتووالی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com