کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلغاریا ۱۴۱ افغان کډوال نیولي دي

7 سنبله 1401 ساعت 11:53

د بلغاریا چارواکو د ۱۴۱ افغان کډوالو د نیولو اعلان کړی چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته راغلي دي.


آوا: د بلغاریا پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې له ترکیې سره د دغه هیواد په پوله کې یې د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ د زیاتیدو له امله امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.
 
د چارواکو په وینا د ۸۸ افغان کډوالو یوه ډله چې په بس کې یې سفر کاوه د بورګاس بندري ښار ته څېرمه د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
 
د پناه غوښتونکو یوه بله ډله چې ۵۳ تنه پکې شامل وو، د پولیسو له خوا په داسې حال کې وموندل شول چې ظاهراً د بورګاس یوه ځنګل ته څېرمه د یوه موټر په انتظار وو.
 
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته څه باندې یو کال تېر شو، له دغه هېواد څخه د کډوالۍ سېلاب ډېر شوی او ډېر کډوال له ترکیې اوښتي او هڅه کوي چې د بالکان هېوادونو له لارې د اروپايي ټولنې شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
 


د مطلب کود: 257802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257802/بلغاریا-۱۴۱-افغان-کډوال-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com