کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

متقي: په تېر یوه کال کې هېڅ افغان د سیاسي دلایلو له مخې خپل وطن پرېښودو ته نه دی اړ شوی

7 سنبله 1401 ساعت 8:51

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی د کډوالو د نړیوال سازمان له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې هیڅ افغان د سیاسي دلایلو له مخې هجرت ته نه دی اړ شوی.


آوا - کابل: پرون یکشنبه (اسد ۶) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په یوه ټوېټ کې ویلی چې مولوی امیرخان متقی؛ د بهرنیو چارو وزیر له آغلې یوګاچي دانیلر سره؛ د کډوالو د نړیوال سازمان د عمومي رئیس مرستیاله او ورسره مل پلاوي لیدنه وکړه.
 
په دې کتنه کې د کډوالو د نړيوال سازمان مرستيالې آغلې دانيلر افغانستان ته د خپل لومړي سفر له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: په افغانستان کې به د دغه سازمان د بشري او پرمختيايي فعاليتونو او همکاريو دوام وکړي.
 
مېرمن دانیلر څرګنده کړه چې سیاسي تحولاتو د دوی پر بشري فعالیتونو اغېز نه دی کړی او دوی به له شک پرته د افغانانو لپاره خپل خدمات وړاندې کړي.
 
امیرخان متقي؛ دبهرنيو چارو وزير دا هم وويل چې په افغانستان کې داسلامي امارت په جوړيدو سره هيڅ افغان دسياسي دلايلو له امله هجرت ته نه دى اړ شوى او په هيواد کې هيڅ کورنۍ له دولت سره د مخالفت له امله هجرت ته نه ده اړ شوې .
 
 هغه وويل، چې په تېر يوه کال کې په افغانستان کې نړيوالو مرستندويه موسسو ته کوم زيان نه دى رسېدلى او په نوي حکومت کې ټولو نړيوالو موسسو په بشپړ امنيت او شفافيت سره خپلو کارونو ته دوام ورکړى دى.
 
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "دولتي چارواکو په خیریه چارو او د نړیوالو بنسټونو په کاري بهیر کې لاسوهنه نه ده کړې، بلکې د اسانتیاوو په برخه کې یې له نړیوالو موسسو سره همکاري کړې ده."
 
اغلې دانیلر له متقي مخکې د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د حکومت له وزیر سره کتلي او د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.
 


د مطلب کود: 257774

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257774/متقي-په-تېر-یوه-کال-کې-هېڅ-افغان-د-سیاسي-دلایلو-له-مخې-خپل-وطن-پرېښودو-ته-نه-دی-اړ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com