د پنجشېر ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، سېلاب تېره شپه (چهارشنبه، سنبله ۲) د دغه ولایت عامه لاره تړلې ده.
سېلاب د پنجشېر عامه لاره تړلې ده
3 سنبله 1401 ساعت 14:15
د پنجشېر ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، سېلاب تېره شپه (چهارشنبه، سنبله ۲) د دغه ولایت عامه لاره تړلې ده.
آوا: د پنجشېر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په پشغور کلي کې د سېلابونو له امله د پنجشېر ولایت عامه لاره نن (چهارشنبه، سنبله ۲) سخته ویجاړه شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، چې د پنجشېر سيند اوبه د پشغور په سيمه کې له عمومي لارې وتلې او د سيمې د اوسېدونکو سړکونو او کورونو ته بهېږي.
د تېرې ورځې سېلابونو د پنجشېر ولايت د دره او آبشار ولسواليو اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 257630