کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پخواني رژیم د زندانونو عمومي رییس هېواد ته راستون شو

2 سنبله 1401 ساعت 14:31

له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون د اعلامیې له مخې؛ په تېر حکومت کې د افغانستان د زندانونو عمومي رييس عبدالسلام بخشي د دغه کمېسيون په هڅو هېواد ته راستون شوى دى.


آوا: د افغان مشهورو شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون د راپور له مخې؛ په تېر حکومت کې د زندانونو عمومي رييس عبدالسلام بخشي پرون سه شنبه (سنبله ۱) افغانستان ته راستون شو.
 
له شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې یوازې د اسد په میاشت کې ۱۳۰ افغان سیاسي چارواکي او شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د اسلامي امارت له تاسیس او د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله له لوري د عمومي عفوې د فرمان له صادریدو وروسته، یو کمیسیون جوړ شو چې د بیرته راستنیدو په موخه د شخصیتونو (په پخواني رژیم کې د چارواکو او سیاسي شخصیتونو) سره تماس ونیسي.
 
ویل شوي، چې د دغه کمېسیون په هڅو سره د وزیرانو، وکیلانو او وزیرانو په ګډون لسګونه سیاسي شخصیتونه، چې په تېر حکومت کې یې دنده ترسره کړې، هېواد ته راستانه شوي دي.
 
څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله اخندزاده د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت په یوه پیغام کې؛ نوموړي دې ته په اشارې سره چې اوسنی حکومت له هیچا سره دښمني نه لري، مخالفین یې په نښه کړل او هغوی یې وغوښتل چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي.
 
هغه له افغان شخصيتونو سره د تماس له کمېسيون څخه وغوښتل چې هېواد ته د راستنو شويو کسانو په وړاندې خپل مکلفيتونه رعايت کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې هېواد ته د پخواني حکومت د يو شمېر سياسي څېرو او چارواکو د راتګ هره ورځ شاهدان يو، خو لا هم له حامد کرزي او ډاکټر عبدالله پرته د لوړ پوړو سياسي مشرانو او څېرو په منځ کې شتون لري.
 


د مطلب کود: 257571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257571/د-پخواني-رژیم-زندانونو-عمومي-رییس-هېواد-ته-راستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com