د اروپا د چیمپینز لیګ کوالیفایرونو په دوام کې، بینفیکا وتوانید چې د ډینامو کیف په وړاندې د 3-0 بریا سره د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ اروپا چیمپینز لیګ ته لاړ شي.
بینفیکا د اوکراین استازي ته په ماتې ورکولو سره د اروپا اتلانو لیګ ته ووته
2 سنبله 1401 ساعت 13:42
د اروپا د چیمپینز لیګ کوالیفایرونو په دوام کې، بینفیکا وتوانید چې د ډینامو کیف په وړاندې د 3-0 بریا سره د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ اروپا چیمپینز لیګ ته لاړ شي.
آوا: بنفیکا د دینامو کیف پر وړاندې ۵ ځلې بریا خپله کړې ده.
په همدې حال کې په دوو نورو جلا سیالیو کې مکابي هایفا او پیلسن هم وتوانېدل چې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د اروپا اتلانو لیګ ته لاره پیدا کړي.
ټاکل شوې ده د اروپا د اتلانو لیګ د ګروپ پړاو سیالۍ سبا پنجشنبه د افغانستان په وخت د مازدیګر په اوو بجو د ترکیې په استانبول کې ترسره شي.
په دې مراسمو کې به UEFA د اروپا د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړي.
د مطلب کود: 257568