کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په لوېديځ غور ولايت کې سېلابونو سخت زيانونه اړولي دي

31 اسد 1401 ساعت 14:28

د هېواد په لوېديځ کې د سختو بارانونو او ويجاړوونکو سېلابونو له راوتلو وروسته د غور ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.


آوا - هرات: د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي چې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د "کاکري" کلي په ګډون د پسابند ولسوالۍ په یو شمیر کلیو کې مالي زیانونه اوښتي دي.
 
د هغه په ​​وينا، شاوخوا لس حاصلات د غنمو او ګڼ شمېر څاروي له منځه تللي دي.
 
د غور د والي وياند يادونه وکړه، چې ډېر ژر به پر زيانمنو شويو کسانو بېړنۍ مرستې لکه خېمې، اوړه او غوړي ووېشل شي.
 
په ورته وخت کې ځايي خلک هم د دې سېلاب له امله د دوی کروندو ته د سخت زيان اوښتو شکايت کوي.
 
دوی وايي، سېلابونو ګڼ شمېر څاروي او د غنمو ډېر حاصل له ځانه سره وړي دي.
 
د کاکري کلي خلک وايي، د دوی د باغونو ډېر فصلونه هم له منځه تللي او په دې سیمه کې یې ډېر زیان لیدلی دی.
 
دوی هم د خپل سرپناه له ویجاړېدو شکایت کړی، دوی وايي د اوسېدو ځای نه لري.
 
سیلاب ځپلي له سیمه ییزو چارواکو او مرستندویه ادارو غواړي چې ژر تر ژره د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.
 
غور د هېواد په لوېديځ کې يو له غرنيو او سړو ولايتونو څخه دى، چې خلک يې ډېرى عايدات د مالدارۍ او کرنې له لارې ترلاسه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې په پروان، کاپیسا، پنجشیر او لوګر ولایتونو کې ویجاړونکي سېلابونه راغلي، چې د دغو سیمو خلکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي


د مطلب کود: 257466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257466/د-هېواد-په-لوېديځ-غور-ولايت-کې-سېلابونو-سخت-زيانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com