آوا - مزارشریف: وروسته له هغې چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په بالامردیان کلي کې اور مړ شو، د بلخ سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د اورلګیدنې د پیلیدو خبر ورکړ.
محمد آصف وزیري؛ د بلخ د پولیسو ویاند نن دوشنبه د اسد ۳۱مه، آوا ته وویل: دا پېښه تېره ورځ د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د "تلي ګک" او "قرچي ګک" په کلیو کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دا اورلګېدنه "طبيعي" وه او تر اوسه د استوګنې لس کورونه سوځېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د جوزجان د بالا مردان په کلي کې اورلګېدنه دوه اوونۍ روانه وه او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ اور مړ شو. خو په پایله کې یې شاوخوا ۳۰۰ د استوګنې کورونه سوځول شوي او نږدې دوه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د جوزجان سيمه ييز چارواکي د دغه ولايت د والي په ګډون "پیریان" د اور لګېدنې لامل بولي. خو د پېښې قربانيان وايي، چې نامعلومو وسله والو يې کورونه سوځولي دي.