کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تاجکستان په افغانستان کې د کاسا ۱-هزار برېښنا پروژې کار ودراوه

30 اسد 1401 ساعت 10:28

د تاجکستان د برېښنا پروژې د دفتر مشر وايي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له امله دغه هېواد په افغانستان کې د کاسا ۱-هزار برېښنا پروژې کار د اوس لپاره بند کړی دی.


آوا: د تاجکستان د برېښنا پروژې رئیس فیض علي سمیعوف رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د دغې پروژې کار چې ټاکل شوې وه راتلونکی کال بشپړ شي، له افغانستان پرته په دریو نورو هېوادونو کې هم دوام لري.
 
ښاغلي سمیعوف وویل: هیله لرو چې له افغان لوري سره به تماسونه ټینګ شي او د دې پروژې د پلي کولو لارې چارې به وڅېړل شي.
 
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د تاجکستان، افغانستان، قرغزستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
 
دا پروژه به د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي.
 
کاسا ۱۰۰۰ له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد یوه له سترو پروژو څخه ده.
 
دا پروژه ۱۲۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې تېرېږي.
 
د دې پروژې لګښت یو میلیارد او ۱۷ میلیونه ډالره اټکل شوی، چې نړیوال بانک، اسیايي بانک، اسلامي پراختیايي بانک، امریکا او انګلستان به ورکوي.
 


د مطلب کود: 257399

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257399/تاجکستان-په-افغانستان-کې-د-کاسا-۱-هزار-برېښنا-پروژې-کار-ودراوه

آوا
  https://www.avapress.com