کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې اورلګېدنه د خلکو له تګ وروسته مړ شو

29 اسد 1401 ساعت 12:24

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د بالا مردان کلي ډېری اوسېدونکي دسیمي څخه تللي او اوس اور لګېدنه کمه شوې ده.


آوا - مزارشریف: عبدالستار حلیمی؛ د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند نن دوشنبه د اسد ۲۹مه، آوا ته وویل: له تېرې پنجشنبې راهیسې د فیض آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې اور مړ شوي ده خو اوس هم د اور لګیدو امکان شته.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دى معلوم؛ خو اور هغه وخت مړ شو چې خلک د سیمي څخه کډه کړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په بالا مرديان کلي کې اورلګېدنې له دوو اوونيو راهيسې دوام درلود، چې د چارواکو په وينا ٨٠٠ کورنۍ زيانمنې شوې، خو د خلکو په وينا تر دوه زره زياتې کورنۍ له دغه کلي وتلي دي.
 
تر اوسه د جوزجان ځايي چارواکي ټينګار کوي، چې اورلګېدنه د "پیریانو" له امله شوې ده. خو د دې کلي بې ځايه شويو خلکو آوا ته وويل، چې ناپېژاندو وسله والو لومړى يو قومي مشر وواژه، د شپې له خوا يې په خونو کې اوړه او غوړي واچول، وروسته د وسله والو له خوا د کلي پر ښځو او نجونو جنسي تیری وشو او بیا اور پیل شو.
 


د مطلب کود: 257370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257370/په-جوزجان-کې-اورلګېدنه-د-خلکو-له-تګ-وروسته-مړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com