د اسلامي مرستو سازمان په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نړۍ باید د بشري مرستو د ژر تر ژره لېږلو لپاره له دغه هېواد سره خپله تګلاره بدله کړي.
په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د اسلامي مرستو سازمان اندېښنه
23 اسد 1401 ساعت 8:52
د اسلامي مرستو سازمان په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نړۍ باید د بشري مرستو د ژر تر ژره لېږلو لپاره له دغه هېواد سره خپله تګلاره بدله کړي.
آوا: اسلامي مرستو سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د اسلامي امارت له تسلط وروسته، د اقتصادي او سیاسي سقوط له امله افغانستان د نړۍ په کچه یو له بدو بشري ناورین سره مخ شوی دی.
دغه سازمان زیاته کړه: ۱۹.۷ میلیونه خلک په منظمه توګه له لوږې خواته ځي، چې دا په نړۍ کې یو له لوړو احصایو څخه دی.
په راپور کې ویل شوي، میندې د خپلو ماشومانو د تغذیې لپاره مشکل سره مخامخ دي، او پلرونه د کار په لټه کې دي.
دغه سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې هلکان له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره ښوونځي پرېږدي او ځوانې نجونې هم د بې وزلۍ له امله واده کوي.
د اسلامي مرستو سازمان ویلي دي: «موږ د خوراکي توکو ډک بازارونه وینو چې خلک یې د اخیستلو لپاره پیسې نه لري. لکه څنګه چې بیکارۍ مخ په زیاتیدو ده، کوچني کاروبارونه تړل کیږي، او ښوونکي او نرسان د میاشتو لپاره پرته له معاش څخه کار کوي. "په افغانستان کې ځوانان ورځ تر بلې د راتلونکي په اړه وېره لري."
د اسلامي مرستو سازمان ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه مکلفه ده، چې په افغانستان کې د نورو کړاوونو مخه ونیسي، خو د افغانستان په اړه یوې نوې نړیوالې تګلارې ته بیړنۍ اړتیا ده. د بشردوستانه مرستو د مثبتو اغیزو پر بنسټ یوه تګلاره.
د مطلب کود: 257084